د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، په ننګرهار کې راستنو شويو افغان کډوالو کورنيو ته ۱ زر او ۲۳۷ استوګنيزې نمرې وېشل شوې دي.
ياد وزارت وايي، په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د همدې وزارت وزير مولوي نجيبالله حيات حقاني ټينګار کړی چې اسلامي چې امارت ژمن دی، څو تر ممکنې کچې راستنېدونکو کډوالو ته د سرپناه، بنسټیزو خدمتونه او د ژوند مناسب شرایط برابر کړي.
د مسوولينو په وينا، په یادو سیمو کې به د اوبو، برېښنا، سړکونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې هم په تدریجي ډول پلي شي.
د کور او ښار جوړول وزارت د معلوماتو له مخې، له دې سره په یاد ولایت کې راستونو شويو کډوالو کورنیو ته په ټوله کې ٢٦٠٥ استوګنیزې نمرې وېشل شوې او لا هم دا لړۍ دوام لري.

