ډېر لوستل شوي

سمنګان کې د «ایبک – روی‌دواب» سړک د رغولو قرارداد لاسلیک شوی

د سمنګان ولایت له مرکز، ایبک ښار څخه د یاد ولایت تر «روی‌دواب» ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د اساسي رغولو قرارداد د ۶۴۱ میلیون ۶۷۰ زره افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی دی.   

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه ۲۰ کیلومتره اوږد سړک د اساسي رغونې قرارداد د ټولګټو وزارت او دوو ساختماني او سړک‌جوړوونکو شرکتونو ترمنځ د ګډ مشارکت (JV) په ډول لاسلیک شوی دی. 

ښاغلي حق‌شناس لیکلي، ټاکل شوې چې د دغه سړک چارې د دوو کلونو په موده کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي. سرچینې د ایبک – روی‌دواب سړک د سمنګان ولایت له مهمو نښلوونکو سړکونو څخه بللی چې په بشپړېدو سره به یې د خلکو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته او د سیمې سوداګري به ورسره پیاوړې شي.

اړوند خبرونه