د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د هېواد شمال زون ته د سفر پرمهال د نږدې ۳۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت د څو پروژو د چارو پرانیسته کړې ده.
د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل ویلي چې له دې جملې د جوزجان ولایت په «منګجیک» ولسوالۍ کې د نږدې ۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د روغتون، او همداراز د سمنګان ولایت په «حضرت سلطان» ولسوالۍ کې د ۶۲ میلیون افغانیو په ارزښت د عمومي روغتون جوړېدل شامل دي.
ښاغلي امرخېل لیکلي چې بلخوا د کندوز ولایت د «کلباد» ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو چارې هم ۴۸ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند د ۵۴ میلیون افغانیو په لګښت د جوزجان ولایت «آقچې» ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون د پاتې چارو د بیا پیل له پرانیستې هم خبر ورکړی دی.
ښاغلي امرخېل ویلي چې د عامې روغتیا وزیر له لوري همداراز د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د جوزجان په ولایتي روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستل شوې، او د یاد ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د لویې لارې روغتیایي مرکز پرانیستل شوی دی.
شرافت زمان امرخېل دا هم لیکلي چې د مولوي نور جلال جلالي له لوري د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د سمنګان په ولایتي روغتون کې یوه مجهزه نسایي ولادي ۵۰ بستریزه څانګه پرانیستل شوې ده.

