ډېر لوستل شوي

امریکا د ایران نيول شوې بېړۍ «توسکا» او ۲۲ عمله ازادوي

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ له نږدې دوو اوونیو وروسته د ایران اړوند توقیف شوې سوداګریزه بېړۍ «توسکا» او د هغې ۲۲ کسیزه عمله ازادوي.
فارس خبري اژانس د «اې‌بي‌سي» نيوز امريکايي رسنۍ په حواله ويلي، چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د بېړۍ د بېرته سپارلو او د عملې د انتقال رسمي بهیر پیل کړی دی.
د راپورونو له مخې، د یادې نيول شوې بېړۍ ۲۲ ایراني عمله اوس پاکستان ته انتقال شوې، څو له هغه ځایه ایران ته ستانه شي.
د ويلو ده، ياده ايراني بېړۍ دوه اوونۍ وړاندې له چين څخه د ايران پر لور روان وه، چې د امريکايي سمندري ځواکونو له لوري نيول شوې وه.

اړوند خبرونه