د ۲۱۵ عزم قولاردو د بدري له لومړۍ لوا څخه ۵۵ افغان سرتېري د «هوايي دفاع او نقشې لوستنې» له يوې میاشتنې مسلکي روزنيزې دورې په برياليتوب فارغ شوي دي.
د يادې قول اردو د رسنيو دفتر په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا د يادې برخې نهمه روزنيزه دوره وه، چې موخه يې د سرتېرو د مسلکي وړتياوو لوړول او د هغوی د وظيفوي مهارتونو پياوړتيا ده.
د «بدري» لوا قوماندان ملا محمد نسيم سراجي ويلي، چې دا ډول روزنې د ځواکونو د ظرفيت لوړولو لپاره ډېرې مهمې دي او ګډونوالو په کې خپلې وړتياوې لا پياوړې کړې دي.
پوځي شنونکي هم ټينګار کوي، چې د ځمکنيو جګړو ترڅنګ د هوايي دفاع په برخه کې د ځواکونو پياوړتيا د هر پوځ لپاره حياتي ارزښت لري.
د ویلو ده، چې دفاع وزارت په دې ورورستیو کې د خپلو سرتېرو د مسلکي روزنې په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

