د ازموينو ملي ادارې اميد راډيو ته خبر ورکړی، چې د همدې ادارې له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال د عمومي کانکور ازموینې لړۍ راتلونکې اوونۍ پيل شي.
يادې ادارې وياند ناصر خان شېرزی وايي، د ازموینو په لومړي پړاو کې به د هېواد ۱۵ ولایتونه، چې میدان وردګ، پروان، غزني، کونړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، روزګان او غور پکې شامل دي، ګډون ولري.
همدارنګه د بدخشان ولایت پنځه حوزې (فیضآباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان) هم په دې پړاو کې شاملې دي.
ټاکل شوې، چې د ګډونوالو بایومتریک معلومات د غويي میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه نېټه ثبت شي او ازموینې به د همدې میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه واخیستل شي.
د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو او کونړ ولایتونو د درېیمې ورځې ازموینه به د غويي میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.
د ازموینو ملي ادارې ډاډ ورکړی، چې ټولې ازموینې به په بشپړه بېپرې توګه واخېستل شي او پایلې به یې له هر ډول انساني لاسوهنې پرته په شفاف ډول اعلان شي.

