ډېر لوستل شوي

“بهرنيان له افغان کارګرو د انساني کرامت خلاف کار اخلي”

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري وایي، چې په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې کار او کارګري له جدي ستونزو سره مخ ده او ډېری کارګر په سختو حالاتو کې کار کوي.

د اميد راډيو خبريال د «مۍ میاشتې د لومړۍ نېټې، د کار نړیوالې» ورځې په مناسبت یوه غونډه کې د ښاغلي عمري په حواله ویلي، چې افغان کارګر اړ دي خپل کورونه پرېږدي او په سختو شرایطو کې کار وکړي، چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.

وزير زیاته کړې، چې بهرنیان له افغان کارګرو داسې ګټه اخلي، چې د انساني کرامت خلاف ده او د منلو وړ نه ده.

عمري ټینګار کړی، چې هېڅ هېواد باید تر دې کچې پر بهرنیو هېوادونو متکي نه وي او باید د کور دننه د کار زمینې برابرې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې د کارګرانو له ملي اتحادیې به ملاتړ وکړي او اړوند مسوولیتونه به په بشپړ ډول ترسره کړي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې حکومت د کارګرو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو تمرکز لري او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

اړوند خبرونه