ډېر لوستل شوي

کابل کې د شپږو ښارګوټو ځمکه کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې

کابل ښاروالي وایي چې د پراختیايي پلانونو د پلي‌کېدو په موخه د څلورو ناحیو اړوند شپږو ښارګوټو ځمکه کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې ده.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په دې کې د ۲۱مې ناحیې اړوند د سناتور جنت‌ګل‌خان ښارګوټي، د ۱۴مې ناحیې اړوند د سردار محمد داودخان ښارګوټي، د ۸مې ناحیې اړوند د میرویس ښارګوټي، د بګرامي په سیمه کې د دولت‌زي ښارګوټي او د ۲۲مې ناحیې اړوند د علاءالدین او حبیب‌الله ځاځي ښارګوټو ځمکې شاملې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې لپاره د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د دولتي ځمکو د لېږد پروتوکول لاسلیک شوی دی.
سرچینې لیکلي چې دا ځمکې به د کابل ښاروالۍ د ځانګړي ملکیت په توګه ثبت او په اړوندو ناحیو کې د ښاري پلانونو د پلي کولو لپاره وکارول شي.
کابل ښاروالۍ دا هم لیکلي چې همداراز بېرته ترلاسه‌شوي ښارګوټي به بېلابېلو سیمو کې د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته له دولتي ځمکو څخه جلا او د کابل ښاروالۍ په نوم به د ځمکو په بانک کې ثبت شي.

اړوند خبرونه