ډېر لوستل شوي

د کمري سړک د جوړولو پروژه به راتلونکې یوه میاشت کې بشپړه شي

د کابل ښاروالي وايي چې د کمري سړک د جوړولو پروژې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې او د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د دغه ۲ زره ۵۸۶ متره اوږد سړک ۱۲۵۵ متره برخه د ۲۶ او ۳۱ مترو په سور قیر او پاتې ۱۳۳۱ متره برخه یې ۶٫۵ مترو په سور سره کانګرېټي طرحه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې د سړک جوړولو ترڅنګ ۱۲۵۵ متره اوږد او ۲ متره پلن کانال، د ۸٫۵ او ۱۸ مترو په اوږدوالي او له ۶۰ څخه تر ۸۰ سانتي‌ مترو پورې سور سره د ۴۶ پلچکونو، د ۸۵ مترو په اوږدوالی او ۲٫۷ متره په لوړوالي سره د استنادي دیوال او دغه راز د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې یاده پروژه د دې ادارې له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي چې په بشپړېدو سره به یې د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ۲۲مې ناحیې اړوند سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه