ډېر لوستل شوي

غزني کې لسګونه وسلې او مهمات ضبط شوي 

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې لسګونه وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا وسلې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د امنیې قوماندانۍ د ځواکونو له لوري کشف او ضبط شوي دي.  

د خبرپاڼې له مخې چې په دې وسلو او مهماتو کې ۸ کلاشینکوفونه، ۷ توپانچې، ۳ سنوفونه، ۴ کاربینونه، یو M16،یو هاوان او ۱۸ مرمۍ شاملې دي.

کورنیو چارو وزارت یادې وسلې د بیت‌المال اړوند بللې، او ویل شوي چې دا مهمات په ناقانونه ډول د خلکو په کورونو کې ساتل کېدل.  د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري بېلابېلې وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي.

اړوند خبرونه