ډېر لوستل شوي

د کابل ښار په ۱۶ مسیرونو کې د ټونس موټرو فعالیت درول شوی 

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د ښاري ټرانسپورټي خدمتونو د لا تنظیم او اسانه تګ راتګ په موخه د کابل ښار په ۱۶ مسیرونو کې د ټونس او شخصي پلېټ‌لرونکو موټرو فعالیت درول شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا اقدام د کابل عامه ښاري ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لوري شوی، او پرځای به یې د بس، ټکسي او مارسډېس موټرو له لارې منظم ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي.

سرچینې په دغو مسیرونو کې د میرویس میدان – دشت برچي، قمبر څلور لارې، پل‌سوخته او پوهنتون نومونه یاد کړي دي. 

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، یاد وزارت هڅه کوي چې د کابل ښار په ټولو مسیرونو کې د ښاریانو د اسانه، خوندي او ارزانه لېږد رالېږد لپاره ټرانسپورټي خدمات لا معیاري، منظم او د ټرانسپورټي اصولو سره سم وړاندې شي.

اړوند خبرونه