ډېر لوستل شوي

غور کې د نشه‌يي توکو دوې کارخونې له منځه وړل شوې

کورنیو چارو وزارت وایي چې د غور امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په یاد ولایت کې د نشه‌يي توکو دوې کارخونې کشف او له منځه وړې دي.
د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دغو کارخونو کې ۳۰۰ لیټره شراب، ۷ زره ۸۲۰ کیلوګرام ومان، ۵۲۲ کیلوګرام سوډا او ۱۶۷۵ کیلوګرام چونه کشف او سوځول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د یادو توکو د تولید او قاچاق په تړاو ۱۸ کسان نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه