د چارو ادارې عمومي ریاست وایي، چې ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوي وزیر په توګه رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د چارو ادارې عموموي رييس شيخ نورالحق انور ويلي، چې د اسلامي امارت مشرتابه هر مسوول د هغه د وړتياوو، استعداد او مخکينيو خدمتونو له ارزونې وروسته ګوماري.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي انور ټینګار کړی چې مسوولیت یو امانت او دروند مسوولیت دی او باید د اخلاص، امانتدارۍ او صداقت له مخې ترسره شي. د ويلو ده، چې دې معرفت غونډه کې د چارو ادارې عمومي رييس شيخ انورالحق انور ترڅنګ، د ياد وزارت پخوانی وزير مولوي حمدالله نعماني، د کابل ښاروال، د کابل والي، د کابل امنيه قوماندان او يو شمېر نورو مسوولينو هم ګډون کړی وو.

