د ریاستالوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رییس، مولوي عبدالسلام حنفي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال هلته راستنوشویو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې ښاغلي حنفي د کډوالو لپاره د ځمکو وېش ملي لومړیتوب بللی او ویلي یې دي چې د شاوخوا ۵ میلیون کډوالو په راستنېدو سره د هېواد نفوس ۱۱ سلنه زیات شوی دی.
اداري مرستیال همداراز د کډوالو د وروستۍ څپې په اړه ولایتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د کډوالو په ښارګوټو کې د څښاک پاکې اوبه، سړکونه، روغتونونه، مدرسې او ښوونځي برابر کړي.
په راپور کې د ځایي مسوولینو په حواله راغلي چې د لوګر د کډوالو ښارګوټي په درېیم فارم کې له ۱۰۰۰ ډېر راستانه شوي له استوګنیزو ځمکو برخمن شوي دي.

