د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کندهار ولایت کې د شمالي دهلېز اړوند د ۵۲ کیلومتره سړک د رغونې د چارو پرانیسته کړې ده.
ښاغلي برادر د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د پرانیستې پر مهال ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي سکټور د پیاوړتیا لپاره مهمې بنسټیزې پروژې پيل کړې، چې موخه یې د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرول او د ټرانسپورټي اسانتیاوو ښه کول دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې د ورته پروژو عملي کېدل به د سیمو ترمنځ اړیکې پیاوړې او د سوداګرۍ بهیر اسانه کړي.

