ډېر لوستل شوي

پاکستانه د افغان کډوالو جبري ايستلو لړۍ دوام؛ یوه ورځ کې نږدې ۵ زره افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ زره او ۷۱۴ افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې ۳ زره او ۹۱۳ تنه او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۸۰۱ افغان کډوال راستانه شوي دي.
کمېسیون زیاته کړې، چې راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، بشري مرستو او لېږد له اسانتیاوو برابريدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوي دي.
د ويلو ده، چې وړمه ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو افغان کډوالو کورنیو ته په ټولییز ډول ۲۱۴۴۸ د ځمکو نمرې ویشل شوې، او دا لړۍ لا هم دوام لري.

اړوند خبرونه