د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په لاک پاس سیمه کې د ګمرک په یوه ګودام کې د پراخې اورلګېدنې له امله شاوخوا ۴۵ کسان ټپیان او تر ۱۰۰ ډېرې موټرې سوځولي دي.
ځایي چارواکي وایي، د پېښې تر ۲۳ ساعتونو ډېر وخت تېر شوی، خو لاهم اور نهدی کابو شوی او د ژغورنې عملیات دوام لري.
د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې پنځه امنیتي سرتېري هم شامل دي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
چارواکي وایي، په ګودام کې د ګاز ډبو، سون توکو او کیمیاوي توکو شتون د اور شدت څو برابره زیات کړی دی. ويلکېږي، د ژغورنې عملیاتو پر مهال د ګازو یو ټانکر هم چاودلې، چې له امله یې څو لوړپوړي چارواکي برسېرن ټپیان شوي دي.
د بلوچستان ادارې د امنیتي تدابیرو له امله د کوټې ـ کراچۍ او کوټې ـ نوشکي لویې لارې د تګــراتګ پر مخ تړلې او وایي، له عملیاتو وروسته به بېرته پرانیستل شي.

