د چاپېريال ساتنې عمومي ادارې نن په کابل کې د «کثافتدانيو د مديريت په تړاو» ملي کنفرانس پيل کړی دی.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د يادې ادارې د رييس مولوي مطيع الحق خالص په حواله ويلي، چې د نړۍ پرمختللي او وروسته پاتې هېوادونه د کثافاتو له ستونزې سره مخ دي.
د ښاغلي خالص په وينا، له کلیو ښارونو ته د خلکو زیات تګ او په ښارونو کې د نفوسو ډېرښت د کثافاتو د زیاتوالي اساسي لاملونه دي، ځکه د نفوسو له ډېرېدو سره د مصرفي توکو کارونه هم ډېرېږي.
د چاپېريال ساتنې عمومي ادارې رييس د کثافاتو د مخنيوي لپاره د نويو تګلارو پر جوړولو ټینګار کړی او زياته کړې يې ده، چې امارتي ادارې، خصوصي سکټور او نړیوالې مؤسسې باید د دې ستونزې د حل لپاره ګډ کار وکړي. مولوي مطيع الحق خالص له هېوادوالو غوښتي، چې د پاک چاپېریال ساتنې لپاره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، څو راتلونکو نسلونو ته سالم او پاک چاپېریال پاتې شي.

