د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د عامو خلکو لپاره د نوري فایبر انټرنېټ خدمات بندېږي.
د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي ویلي چې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ بندېدو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې او په دې اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري.
ښاغلي الکوزي له خلکو غوښتي چې پر ناسمو او بې بنیاده ګونګوسو باور ونه کړي او یاد وزارت دا ډول اوازې په کلکه ردوي. تر دې مخکې په ټولنیزو پاڼو د عامو خلکو لپاره د نوري فایبر انټرنېټ بندېدو په تړاو اوازې خپرې شوې وې چې تازه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري رد شوې دي.

