د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس ملا حمیدالله نثار د همدې ولايت پر ښار د ادعا شويو هوايي او بېپيلوټه بریدونو راپورونه رد کړي او هغه یې د «دروغو اوازې» بللې دي.
ښاغلي نثار ویلي، ځینې لوېدیځې رسنۍ د اسلامي نظام او افغان ولس د مخالفینو د تبلیغاتي وسیلو په توګه ناسم او جعلي خبرونه خپروي او د عامه ذهنونو د ګډوډولو هڅه کوي.
ملا نثار له امنیتي ځواکونو او د غزني له اوسېدونکو غوښتي چې هغه کسان وپېژني او قانوني ارګانونو ته یې وسپاري، څو په قصدي یا غیرقصدي ډول د امنیت ضد تبلیغاتو خپرولو مخه ونيول شي.
دا په داسې مهال ده، دې وروستيو کې په خواله رسنيو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې پر غزني هوايي بريدونه شوي دي.

