‘هینلي پاسپورټ شاخص’ د بېلابېلو هېوادونو د پاسپورټونو د نړیوال اعتبار ارزونه کړې چې پکې افغاني پاسپورټ (۱۰۳) ام مقام ته ارتقا کړې ده.
د ۲۰۲۶ کال دې درجه بندۍ کې د ۱۹۹ هېوادونو پاسپورټونه ارزول شوي. د راپور پر بنسټ، د افغانستان پاسپورټ په ۲۰۲۱ کال کې په نړیواله درجه بندۍ کې (۱۱۶)ام مقام درلود، چې د اسلامي امارت د حاکمیت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره په دې کچه ۱۳ درجې پرمختګ کړی
سنګاپور، جاپان، جنوبي کوریا او متحده عربي اماراتو ترتیب سره لومړی، دویم، دریم او څلورم ځای خپل کړی دی. دې درجه بندۍ کې د لومړي سر هېوادونو پاسپورټ لرونکي ۱۹۲ هېوادو ته له وېزې پرته سفر کولی شي. دې درجه بندۍ کې پاکستان په ۱۰۰، عراق ۱۰۱ اوسوریه۱۰۲ ځای ترلاسه کړی. دهینلي شاخص د معلوماتو، د افغانستان پاسپورټ لرونکي یوازې ۲۳ هېوادو ته بې له وېزې سفرکوی شي. دې درجه بندۍ کې پاکستان له افغانستانه درې درجې مخکښ دی چې چندان اغېزمن توپیر نه بلل کیږي.
هینلي پاسپورټ شاخص هر کال د نړۍ د پاسپورټونو درجه بندي د سفر اسانتیاوو او نړیوالو معیارونو له مخې خپروي.
د دې شاخص د معلوماتو له مخې، دا پرمختګ د افغانستان پاسپورټ په نړیواله درجه بندۍ کې د نسبي ښه والي څرګندونه کوي.
بلخوا د پاسپورټ لوی ریاست ویلي، هڅه کوي چې هېوادوالو ته د معیاري، چټکو او اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

