ډېر لوستل شوي

د سترې محکمې رييس: مسوولیت د پل صراط په څېر دروند امانت دی

د سترې محکمې رييس او قاضي‌القضاة عبدالحکیم حقاني د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو ته د محاکمو د چارو د ارزونې او همغږۍ په موخه سفر کړی و.

د سترې محکمې مرستیال ویاند قاري منصوراحمد حمزه ویلي، قاضي‌القضاة په دې سفر کې د محاکمو له مسوولینو او منسوبینو سره لیدلي او د اطاعت، د بیت‌المال ساتنې، د مراجعینو عرایضو ته پر وخت رسېدنې او له ظلم او تېري د ځان ساتنې په اړه یې سپارښتنې کړې دي.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی، مسوولیت د پل صراط په څېر دروند امانت دی او که مسوول کس خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره نه کړي، د قیامت په ورځ به له سخت حساب سره مخ شي. د خبرپاڼې له مخې، د سترې محکمې رييس او قاضي‌القضاة او ورسره مل پلاوي يادو ولایتونو ته لس ورځنی رسمي سفر پای ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه