ډېر لوستل شوي

تېر کال د خوست ولایتي روغتون کې څه باندې ۳ زره بریالي جراحي عملیات شوي

عامې روغتیا وزارت وایي چې پروسږ ۱۴۰۴ کال د خوست ولایتي روغتون کې ۳ زره ۳۱۲ بریالي حراجي عملیات شوي دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د مجربو ډاکټرانو له لوري په یادو عملیاتو کې ۱۷۱۸ لوی او ۱۵۹۴ کوچني عملیات شامل وو. 

د خبرپاڼې له مخې په یاده موده کې ۲۳ زره ۲۲ ناروغانو ته داخل‌بستر (IPD) او ۱۵۵ زره ۶۰۵ نورو ته خارج‌‌بستر (OPD) روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي. 

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو همدراز ویلي چې دا بریالي عملیات د خوست ولایتي روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه