ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې ادارې په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی 

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۲۳ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، لغمان، کاپيسا، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، تخار، کندوز، بدخشان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، غور، دایکنډي او بامیان ولایتونو کې اټکل شوی دی. 

هواپېژندنې ادارې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ – ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل کړې ده. 

همداراز په مرکزي، شمالي، شمال‌ختیځو، لوېدیځو، سوېلي، سویل‌ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل هم شته چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۱۱۰ کیلومترو پورې وي.  د یادولو ده چې له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهیسې په هېواد کې د ورښت، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله سلګونه هېوادوالو ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه