د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري د ترکمنستان په «ترکمن باشي» بندر کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې لپاره اړینو تجهیزاتو د رالېږد بهیر له نږدې څارلی دی.
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان په اېکسپاڼه لیکلي چې دا مهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې په رغنیزو چارو کې د پام وړ پرمختګ شوی او چارې یې په چټکۍ روانې دي.
ښاغلي افغان لیکلي چې تر دې مهاله ۶۳ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۱۲۵ کیلومتره مسیر د پاتې نللیکې غځولو لپاره بشپړ چمتو شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند دا هم لیکلي چې له بهر څخه د پروژې سیمې ته د شاوخوا ۵۱ کیلومټرو په اوږدوالي نللیکې رالېږدول شوې دي. د سرچینې په وینا، اوسمهال هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ مټره نوې نللیکه ویلډينګ کېږي چې د پروژې د چټک پرمختګ او عملي کېدو څرګندونه کوي.

