ډېر لوستل شوي

پزشکیان: د جګړې پرمهال د ګاونډیو هېوادونو همکاري ارزښتناکه وه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره ليدنه کې د ګاونډیو هېوادونو همکاري او مسوولیت‌پالنه ستایلې او ویلي يې دي، د ایران پر وړاندې د خپلو خاورو د کارونې مخنیوي په برخه کې د ایران د ګاونډیو هېوادونو همکاري ارزښتناکه وه.
په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې پزشکیان په دې برخه کې په ځانګړي ډول له افغانستان، عراق او پاکستانه مننه کړې ده.
پزشکیان دغه راز ویلي، تهران له اسلامي او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا ته لېواله دی.

اړوند خبرونه