د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې تېره ورځ ۵ زره او ۳۶۳ افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې ۴ زره او ۴۶۹ تنه او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۵۶۲ افغان کډوال راستانه شوي دي.
کمېسیون زیاته کړې، چې راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، بشري مرستو او لېږد له اسانتیاوو برابريدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وړمه ورځ هم ۴ زره او ۶۸۵ افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي و.

