د متحده عربي اماراتو پر همدې هېواد د ډرون له بریدونو خبر ورکړی چې له امله يې په یوې اټومي بټۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې.
بلخوا، د سعودي عربستان دفاع وزارت هم خبر ورکړی چې د خپل هوایي حریم پر سر یې درې ډرون الوتکې کشف او لهمنځه وړې دي.
دا په داسې مهال ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې بېپایلې پاتې دي او ډونالډ ټرمپ هم ايران ته خبرداری ورکړی دی.
ټرمپ پر خپله «سوشيال ټروث» ليکلي: «د ایران لپاره د ساعت ټکار روان دی او باید ژر اقدام وکړي.» نوموړي تر دې وړاندې هم د هرمز تنګي او ايران احتمالي جګړې په تړاو یو شمېر نور پوسټونه هم کړي دي.
دا چې دا بريدونه د چا له لوري شوي په تړاو يې څه نه دي ويل شوي.

