د سرحدي پولیسو ریاست مسوولین وایي چې تېره میاشت په بېلابېلو بندرونو کې هېواد ته د ۱۳ زره نشهيي ګولیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د یاد ریاست ویاند، عابدالله فاروقي ویلي چې دا نشهيي ګولۍ د اسلامکلا، ورېښمو پل او حیرتان بندرونو له لارې هېواد ته قاچاق کېدې او پر دې سربېره د سلګونه زره امریکايي ډالرو د لېږد مخه هم نیول شوې ده.
د سرحدي پولیسو ریاست ویاند دا هم ویلي چې د دغو نشهيي توکو او پیسو د قاچاق په تړاو ۳۴ کسان نیول شوي دي.
د یادولو ده چې سرحدي ځواکونو تر دې مخکې هم هېواد ته د بېلابېلو توکو د قاچاق مخه نیولې وه.

