ډېر لوستل شوي

د اسرائیلي رژیم عسکرو غزې ته د مرستو روانې بېړۍ درولې دي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیلي رژیم عسکرو د قبرس تر څېرمه غزې ته د بشري مرستو روانې بېړۍ درولې دي.

په راپورونو کې د اسرائیلي رژیم له لوري دا اقدام په غزه کې د نسل‌وژنې کلابندۍ په مانا ښودل شوی دی.

د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ له ترکیې څخه غزې ته د بشري مرستو روانو شاوخوا ۵۰ بېړیو د درولو خبرداری ورکړل شوی دی.

په ورته مهال د الجزیرې خبري شبکې په راپور کې هم ویل شوي چې اسرائیلي رژیم غزې ته د بشري مرستو د روانو بېړیو مخه نیسي.

اړوند خبرونه