د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوه استوګنیز کور د دوو خونو د چتونو د پرېوتو له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم ټپي شوی دی.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، دا پېښه د دوشنبې شپې شاوخوا ۹:۳۰ بجې د اچین ولسوالۍ په «عبدالخېل» سیمې کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا چې امنیتي او کشفي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته رسېدلي، ټپي ماشوم یې روغتون ته لېږدولی او اړین اقدامات یې ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم په کاپیسا کې د سخت باران او ږلۍ له امله د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړو ژوند بایللی و.

