د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان په مالي ملاتړ او د کرنې او خوراک نړيوال سازمان په تخنيکي همکارۍ د کندهار ښار او اته ولسواليو کې د کانګو ناروغۍ د مخنيوي وقايوي کمپاین پيل شوی دی.
د ياد رياست د مالدارۍ آمريت مسوولين وايي، د دې کمپاین پر مهال به د ۴۵۰۰ څارويو فارمونو لپاره درمل شيندل او شاوخوا ۱۰۰ زره واړه او غټ څاروي د کانګو ناروغۍ پر وړاندې واکسين شي.
سرچينه زياتوي، دا کمپاین د لوی اختر له رارسېدو سره هممهاله د څارويو د حفظ الصحې د ښه والي، د کانګو ناروغۍ د مخنيوي او انسانانو ته د دې وژونکې ناروغۍ د لېږد د مخنيوي په موخه پيل شوی دی.
د مسوولينو په خبره، دا کمپاین د کندهار ښار ترڅنګ په پنجوايي، ژړۍ، ارغنداب، سپين بولدک، خاکرېز، شاه وليکوټ، ميوند او دامان ولسواليو کې هم عملي کېږي.
کانګو يوه ساري او خطرناکه ناروغي ده، چې له څارويو څخه انسانانو ته انتقالېږي او په انسانانو کې د تبې، د سر او بدن دردونو ترڅنګ د بدن په بېلابېلو برخو کې د وينې بهېدو لامل هم ګرځي.

