ډېر لوستل شوي

“کورني توليدات د هېواد ۳۸ سلنه د درملو اړتيا پوره کوي”

د درملو او روغتيايي محصولاتو د ټولنې عمومي رييس ډاکتر احمد سعيد شمس وايي، دا مهال په افغانستان کې ۱۳۵ د درملو توليدي کارخونې فعاليت لري او د هېواد د درملو د توليد برخه ورځ تر بلې د پراختيا په حال کې ده.

د اميد راډيو خبريال د «ابو علي‌سينا بلخي» دويم نړيوال تخصصي نندارتون کې د ښاعلي شمس په حواله ويلي، اوس‌مهال ۱۱۷۰ قلمه درمل په رسمي ډول ثبت او توليديږي، او شاوخوا ۵۰۰ نور قلمه درمل تر ازموينې او ارزونې لاندې دي.

د نوموړي په وينا، کورني توليدات دا مهال د هېواد شاوخوا ۳۸ سلنه د درملو اړتيا پوره کوي او هڅې روانې دي، څو په راتلونکې کې د کورنيو درملو د توليد کچه نوره هم لوړه شي.

اړوند خبرونه