ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوال بايد د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته د تګ اړتيا پيدا نه‌کړي

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د نورو سکټورونو ترڅنګ د هېواد روغتيايي سکټور هم د تېرو جګړو پر مهال زيانمن شوی و، خو اسلامي امارت هڅه کوي چې دا برخه بېرته ورغوي او پياوړې يې کړي.

د اميد راډيو خبريال د «ابو علي‌سينا بلخي» دويم نړيوال تخصصي نندارتون کې د ښاغلي حنفي په حواله ويلي، د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د روغتيا په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې شوې دي او اوس وخت رارسېدلی چې د هېواد له کورنيو توليداتو ملاتړ وشي.

د رييس‌الوزراء اداري مرستيال د درملو له توليدوونکو غوښتي چې د لوړ کيفيت لرونکي درمل توليد کړي او د خلکو باور ترلاسه کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړې، حکومت هڅه کوي د روغتيا په برخه کې داسې اسانتياوې او خدمتونه رامنځته کړي چې هېوادوال د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته د تګ اړتيا پيدا نه‌کړي.

اړوند خبرونه