د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شوال المکرم له لومړۍ تر درېیمې نېټې په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.
دغه وزارت په یوه مکتبوب کې ویلي چې دا درې ورځې رخصتي یې د کوچني اختر په مناسبت اعلان کړې ده. یاد وزارت وړاندې لیکي چې د اختر پر څلورمه به کاري وختونه بېرته پخواني او عادي بڼه واخلي. له اختر وروسته به دولتي کارکوونکي د سهار له اتو د مازیګر تر څلورو بجو خپلو دندو ته دوام ورکوي او پنجشنبه به د تېر په څېر رسمیات تر نیمې ورځې وي. د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه دغه وزارت د روژې میاشتې په درناوي کاري وختونه د سهار له نهو د ماسپښین تر دوو بجو ټاکلي وو.