د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د افغان حاجیانو د چارو د لاتنظیم او هغوی ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو د څارنې په موخه سعودي عربستان ته لاړ.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې شیخ نور محمد ثاقب به د دغه سفر پر مهال، سعودي عربستان کې د حج او عمرې وزارت په کنفرانسونو او غونډو کې ګډون وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز هغه به د اسلامي نړۍ له اړونده استازو او ځینو قراردادي شرکتونو سره به د حج مراسمو د لا ښه تنظیم، حاجیانو لپاره د خدمتونو د لا پراختیا او همکاریو په اړه خبرې وکړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال شاوخوا ٣٠زره افغان حاجیان د حج فریضې د اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

