د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د سالنګ لویه لاره په شمالي برخه کې ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، د سالنګونو د ساتنې او پاملرنې ټيم سیمې ته رسېدلی او د لارې د پاککارۍ چارې په چټکۍ روانې دي.
وزارت له هېوادوالو غوښتي، تر راتلونکې خبرتیا پورې دې پر یاده لار تګــراتګ نه کوي.
بل لور ته د سېلابونو له امله د تخار ـ بدخشان لویه لاره هم د قرهکمر په سیمه کې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې او د لارې د بېرته پرانیستو لپاره د پاککارۍ عملیات دوام لري.
همداراز د ټولګټو وزارت ویلي، په پنجشېر، سمنګان، بغلان، کندز، پکتیا او نورستان ولایتونو کې هغه لارې چې د خرابې هوا له امله په لنډمهال توګه تړل شوې وې، د وزارت د ولایتي ټيمونو له لوري بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوې دي.

