د اوزبیکستان د سوداګرۍ خونې مرستیال سهراب عبدالرحمناوف په مشرۍ یو لوړپوړی سوداګریز پلاوی ننګرهار ولایت ته رسېدلی دی.
د یاد ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، په دې پلاوي کې د بېلابېلو سکتورونو سوداګر هم شامل دي، چې د ننګرهار پوهنتون د مسوولینو او ځايي سوداګرو له لوري یې تود هرکلی شوی دی.
ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی د ننګرهار له والي ملا محمد نعیم اخند او د دې ولایت له سوداګرو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه مهمې ناستې ترسره کړي.
ویل کېږي، دا سفر به د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا او د سیمهییزې سوداګرۍ د ودې لپاره مثبت اغېز ولري.

