ډېر لوستل شوي

هند افغانستان ته د واکسینونو لپاره ۲۰ ټنه طبي توکي رالېږلي

د هند بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې افغانستان ته يې د بېلابېلو واکسینونو لپاره ۲۰ ټنه اړين وچ طبي توکي رالېږلي دي.

د ياد وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، هېواد یې د افغانستان د روغتیايي سکټور ملاتړ ته ژمن دی او په دې برخه کې به نورې مرستندویه جوپې هم راولېږي.

د نوموړي په وینا، دا مرستې د ماشومانو د واکسیناسیون پروګرام د پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو د ملاتړ لپاره ترسره کېږي.

د ويلو ده چې هند تر دې واندې هم له افغانستان سره په روغتيايي برخه کې بېلابېلې مرستې کړې دي.

اړوند خبرونه