ډېر لوستل شوي

تېره يوه ورځ کې څه باندې ۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون دارلانشاء راپور ورکړی چې تېره يوه ورځ کې د هېواد له بېلابېلو لارو ۹۶۱ کورنۍ چې ۵ زره او ۶۰ تنه کېږي، خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، د ننګرهار تورخم له لارې ۴۱۸۹ تنه د سپین بولدک له لارې ۳۹۳ او د نيمروز د اسلام‌کلا له لارې ۳۸۹ تنه هېواد ته راستانه او دغه راز ۱۴۵۶ کورنۍ بېلابېلو ولايتونو ته هم لېږدول شوي دي.
همداراز، راستنو شويو ۱۰۲۴ افغان کډوالو کورنيو ته نغدي پيسې، سلګونه سیمکارتونه وېشل شوي او زرګونو کسانو ته روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

اړوند خبرونه