د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ په «رشکي غونډۍ» سیمه کې د لرغونپېژندنې څېړنو پرمهال ۸۴ قلمه بېلابېل لرغوني آثار کشف او ترلاسه شوي دي.
د اسلامي امارت اطلاعاتو کلتور وزارت ویلي، په دې کې د ودانیزو پاتېشونو ترڅنګ ۸۴ قلمه منقول لرغوني (ډبرو، خټو، هډوکو، ښیښو او فلزي توکي څخه جوړ) اثار ترلاسه شوي چې مخینه یې له لومړۍ تر څلورمې میلادي پېړۍ پورې رسېږي.
په خبرپاڼه کې دا اثار له کوشاني او کوشاني-ساساني دورو سره تړلي بلل شوي، او د لرغونپوهانو په وینا چې دا سیمه د خټينو لوښو د جوړولو کارخونې په توګه کارېدله. اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز لیکلي چې کشف شوي اثارو د اسنادو جوړولو، ثبت او راجستر کولو د پروسې له بشپړېدو وروسته د پکتیکا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي او غیرمنقول آثار هم په معیاري ډول خوندي کړای شوي دي.

