ډېر لوستل شوي

د کروندې ورځ؛ هېواد کې له کروندګر او متخصصينو ملاتړ شوی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو عمومي انسټېټیوټ د کابل د بني حصار په کرنیز څېړنیز فارم کې د «کروندې ورځ» نمانځلې ده.

د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ياد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په حواله ويلي چې د تجربو او پرمختللو لارو چارو څخه د ګټې اخېستنې په موخه روسيې ته د سفر پر مهال د دې هېواد له بېلابېلو کرنيزو څېړنيزو مرکزونه ليدنه کړې ده.

ښاغلي عثماني زیاته کړې، کرنې وزارت د خپلو متخصصینو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرلو هڅه کوي، څو د اصلاح شویو تخمونو تولید زیات شي. د ويلو ده چې دې مراسمو کې د کرنې وزارت د رهبرۍ مسوولینو، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، د علومو اکاډمۍ غړو او ګڼ شمېر بزګرانو ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه