ډېر لوستل شوي

هلمند کې ترافيکي پېښه؛ يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند نصیراحمد مهاجر امید راډیو ته وویل، نن سهار شاوخوا اته بجې د واشېر ولسوالۍ اړوند سنګیلان سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاتوي، په دې پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي، چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د ده په وینا، امنیتي ځواکونو ټپیان نږدې روغتون ته لېږدولي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

اړوند خبرونه