د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ځایي مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو هغه ۴۰ کلنه دښمني پای ته رسول شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي وو.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دواړو لوریو ترمنځ له کلونو راهیسې روان اختلاف د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسوولينو او قومي مشرانو په هڅو د سولې او پخلاینې له لارې پای ته رسول شوي دي.
په ورته مهال د دې روغې په مراسمو کې مسوولینو د بښنې، ورورولۍ او اسلامي اخوت پر ارزښتونو خبرې کړې او ښکېل لوري يې د تربګنۍ او دښمنۍ پر ځای سولې، زغم او متقابل احترام ته هڅولي دي. سرچینې لیکلي چې په يادو مراسمو کې د دواړو کورنیو مشرانو تېر اختلافات هېر او د یو نوي، سولهییز ژوند د پیل ژمنه کړې ده.

