د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند په حيدرخېل او تنګي دوه لارې سیمو کې د شويو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.
د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، لومړۍ پېښه د یو سلنډ (بارړونکي) موټر او يوې کرولا او دویمه پېښه د یوې مازدا او سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې ټپیان د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو په همکارۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

