ډېر لوستل شوي

افغانستان سره د سوداګرۍ پر بیا پیل ټینګار؛ دا اقدام د پاکستان اقتصادي ټیکاو لپاره اړین بلل شوی

د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم‌الرحمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې له افغانستان سره دې ټولې تړلې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دې اقتصادي اړیکې عادي شي.
نوموړي د بلوچستان په «ژوب» ښار کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دوام د خلکو د هوساینې او د پاکستان د اقتصادي ثبات لپاره مهم دی.
نعيم‌الرحمان د پاکستان پر اوسنیو پالیسیو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د لارو تړل کېدو د زرګونه خلکو پر کاروبار او روزګار منفي اغېز کړی.
تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې سیاسي مشرانو، سوداګرو او د ټرانسپورټي ټولنو استازو د تورخم لارې اوږدمهاله تړل کېدل «اقتصاد وژنه» بللې او د ژر پرانیستو غوښتنه یې کړې وه.
بايد وويل شي چې اسلامي امارت له پاکستان سره تر سوداګرۍ تړلو وروسته په بديلو لارو کار کړی او د اقتصادي شنونکو په باور چې له دې سره پاکستان په بې‌سارې توګه زيانمن شوی دی.

اړوند خبرونه