د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی چې د اریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې د «بهلول دانا» په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه د سیلانیانو لپاره تشخیص او پېژندل شوې ده.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي فیضالله جوهري په مشرۍ یو پلاوي له دې سیمې لیدنه کړې او ویلي یې دي چې «بهلول دانا» د خپلو شنو غرونو، ښکلو طبیعي منظرو او ارام چاپېریال له امله د سیلانیانو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
مسوولین زیاتوي، دا سیمه له پخوا راهیسې په ولسي روایتونو کې مشهوره وه او اوس د رسمي تفریحي ځای په توګه د پراختیا لپاره هڅې پيل شوې، څو سیلانیانو ته پکې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د پکتیا د ګرځندوی عمومي مدیر د «بهلول دانا» ترڅنګ د ګردې څیړۍ ولسوالۍ د «بیسوې» سیمه هم د تفریح لپاره مناسبه بللې ده.
نوموړي د ګردیز–پټان لویې لارې د رغونې پر روانو چارو د یادونې ترڅنګ ویلي چې د لارې له بشپړېدو وروسته به په سپینه شګه سیمه کې د هوټلونو او نورو خدماتي اسانتیاوو جوړولو ته زمینه برابره شي.
بللور، د پکتیا د اطلاعاتو آمر وایي، په وروستیو کې دې ولایت ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی او د نویو تفریحي سیمو په تشخیص سره به د ګرځندوی سکتور لا پراخ شي.
پکتیا د خپل یخ اقلیم، غرنیو سیمو او طبیعي ښکلاوو له امله هر کال ګڼ شمېر سیلانیان ځان ته راجلبوي.

