د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د ګرځنده څارنې کارکوونکو يې په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۸۹ زره او ۴۷۸ کيلو ګرامه قاچاقي توکي نیولي دي.
د ياد وزارت د ګمرکونو لوی رياست وايي، قاچاق کوونکو هڅه کوله چې دا توکي له ګمرکي محصول پرته په ناقانونه ډول افغانستان ته دننه کړي.
د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو توکو کې انساني طبي درمل، وریجې، نوې او لیلامي البسه، ټوکر، د سینګار توکي، کرنیز او حیواني درمل، د ودانیو رنګونه، پرزې، اورلګیت، نشهيي توکي او نور بېلابېل سوداګریز توکي شامل دي.
د ګمرکونو لوی ریاست زیاتوي چې له نیول شویو توکو سره یو شمېر تورن کسان هم اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي، څو پرې لازم قانوني اجراآت ترسره شي.

