ډېر لوستل شوي

د اختر په ورځو کې پنجشر ته ۸۸ زره او لغمان ته ۸۵ زره سیلانیان ورغلي

د لغمان او پنجشېر مسوولین وایي چې د تېر لوی اختر په ورځو کې دغو دوو ولایتونو ته څه باندې ۱۷۰ زره سیلانیان ورغلي وو.  

د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې شاوخوا ۸۵ زره سیلانیانو د مهترلام، دولت‌شاه، قرغیو، علینګار او الیشنګ په ګډون د یو شمېر ولسوالیو له تاریخي، تفریحي او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

بلخوا د پنجشېر مسوولینو هم ویلي چې د لوی اختر په ورځو کې شاوخوا ۸۸ زره کورنیو سیلانیانو دې ولایت ته سفر کړی دی. 

د مسوولینو په وینا چې یادو سیلانیانو د پنجشېر ولایت له طبیعي ښکلاوو او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

پر لغمان او پنجشېر سربېره همداراز کاپیسا ته هم د اختر په ورځو کې ۱۰۰ زره کورني سیلانیان ورغلي او د یاد ولایت صیادو تفریحي سیمې، د ریګروان غر، غوث درې ابشار او کوهبند ولسوالیو څخه یې لیدنې کړې دي.  

د یادولو ده چې هر کال د اختر په ورځو – شپو کې سلګونه زره سیلانیان د هېواد د بېلابېلو ولایتونو تفریحي او طبیعي سیمو ته ورځي او د ښکلاوو ننداره یې کوي.

اړوند خبرونه