ډېر لوستل شوي

د غایبو کسانو د شتمنیو د ساتنې قانون نافذ شوی

د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د څېړنې قانون د اسلامي امارت د مشرتابه له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور او نافذ شوی دی.

په دې قانون کې د غایبو کسانو د ملکیتونو د څېړنې ریاست مکلف بلل شوی، هغه شتمنۍ وساتي چې د کوم شخص په واک کې نه وي او یا هم د غصب یا ضایع کېدو له خطر سره مخ وي.

په قانون کې راغلي چې که اصلي مالک، وارث یا شرعي وکیل مراجعه وکړي، یاد ملکیتونه به د قاضي د حکم له مخې هغوی ته وسپارل شي.

همداراز، هغه شتمنۍ چې مالک یې مړ شوی وي او هېڅ وارث ونه لري، د قانون له مخې به بیت‌المال ته انتقالېږي.

د چارواکو په وینا، د دې قانون موخه د غایبو او ورک شویو کسانو د ملکیتونو ساتنه او د احتمالي غصب مخنیوی دی.

اړوند خبرونه